Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د افغانستان دولت د چین بین الافغاني خبرو لپاره د افرادو یو لیست برابر کړی

0
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په پیکینګ کې د بین الافغاني تفاهم غونډه کې د ګډون لپاره د افرادو یو هر اړخیز لیست چمتو شوی او کله چې ددې غونډې تاریخ روښانه شي، دا کسان به په کې برخه واخلي.


د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن (عقرب ۶مه) ازادي راډیو ته خبرو کې په دې اړه چې د پیکینګ خبرې کله ترسره کیږي، دقیقه نېټه ونه ښوده، خو ویې ویل چې د افغانستان د دولت په استازیتوب به په کې یو هیئت ګډون وکړي.


"د افغانستان حکومت د بېلابېلو اقشارو سره په مشوره یو ټول شموله او هر اړخیز لیست چمتو کړی دی. کله چې د پیکنګ د غونډې تاریخ روښانه شي، دا کسان به د مختلفو اقشارو او د افغانستان د دولت په استازیتوب د تفاهم په دې غونډه کې ګډون وکړي."


تر دې مخکې یو شمیر لویدیځو رسنیو راپور ورکړی و چې د طالبانو څو غړي، د سولې د بين الافغاني دوه ورځنيو خبرو لپاره چين ته رسېدلي دي.


په اسټراليا کې د فارين بريف په نوم د پاليسۍ د يوه تحقيقاتي مرکز په حواله، د طالبانو دغه استازي به نن له کابل څخه له ورغلو کسانو سره خبرې کوي. 


خو ښاغلي صدیقي دا تایید نه کړه چې ګوندې د دوی استازي نن په پیکنیګ کې طالبانو سره خبرې پیلوي. چینايي چارواکو هم تر اوسه ددې غونډې د دقیقې نېټې په اړه څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса