Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

د ملګرو ملتونو استازي د سوریې شمال ختیځ کې د اوربند غځېدو غوښتنه کړې

0
د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پیډرسن د سوریې په شمال ختیځ کې د اوربند د مودې د غځېدو غوښتنه کړې ده.


پیډرسن د سوریې د اته کلنې جګړې ختمولو لپاره پر یوه سیاسي بهیر ټینګار کوي.


نوموړي د دوشنبه په ورځ (اکټوبر ۲۸مه) په ژنیو کې خبریالانو ته وویل: "موږ په قوت سره د اوربند د درناوي غوښتونکي یو او موږ په ټول هېواد کې د اوربند غوښتنه مطرح کړې ده."


پیډرسن زیاته کړه، نن سه شنبه به د ترکیې، ایران او روسیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ژنیو کې وګوري.


دغو درې هېوادونو د سوریې په جګړه کې عمده رول لوبولی دی.


دا لیدنه د سوریې د اساسي قانون د کمېټې تر لومړنۍ غونډې دمخه کیږي.


په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون دوشنبه وویل چې کرد ځواکونه لا په بشپړ ډول د سوریې له شمال ختیځه نه دې وتلي.


د دې سیمي په جګړه کې د روسیې په منځګړیتوب یوه وقفه رامنځته شوې چې دا موده نن سه شنبه ماښام پای ته رسیږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса