Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2019

چارواکي: په ارزګان کې طالبانو ۲ ملکي کسان وژلي

0
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو دوه ملکي کسان په مرموز ډول وژلي دي.


د دغه ولایت مرستیال والي محمد سعید سعادت ناصري نن ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه کسان تېره شپه د ترینکوټ ښار اړوند په نچین سیمه کې هغه مهال وژلي، کله چې دوی پر موټرسایکل له ښاره خپلو کورونو ته روان وو.


دوی وايي، وژل شوي کسان دواړه وروڼه دي.


له دې سره د سیمې خلک هم وايي چې وژل شوي کسان ملکيان او د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي دي.


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса