Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

چارواکي: د سرپل په سانچارک کې د طالبانو حمله په شا تمبول شوې

0
د سرپل ولايت چارواکي وايي، د سانچارک ولسوالۍ پر پوستو د وسله والو طالبانو حمله په شا تمبول شوې ده.


د سانچارک ولسوال نن ازادي راډيو ته وويل، تېره شپه ناوخته شااوخوا ٢٠٠ وسله والو طالبانو له درېيو لوريو د دې ولسوالۍ پر پوستو حمله پيل کړه.


نقيب الله دقيق وايي، په توپخانه کلي کې دغه نښته تر نن سهار پنځو بجو روانه وه چې په نتيجه کې يې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


دی وایي: "د دښمن حملې په شا وتمبول شوې، د دښمن تر ١٥ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، له بده مرغه زموږ دوه محلي پوليس هم شهيدان شوي او دوه تنه يې ټپيان دي، وضعيت اوس زموږ په کنټرول کې دى."


وسله والو طالبانو د دغو حملو په اړه څه نه دي ويلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса