Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

د پروان پوهنتون محصلانې: غیر مسؤل وسله وال کسان لیلیې ته تګ راتګ کوي

0
د پروان د دولتي پوهنتون رئيس او یو شمېر محصلانې وايي چې د نجونو د لیلې امنیت د اندېښنې وړ دی.


د نجونو په لیلیه کې استوګنې نجونې ادعا کوي چې غیر مسؤل وسله وال کسان لیلیې ته تګ راتګ کوي، د شپې له خوا د ګزمې او څارنې څوک نشته او نا څرګند کسان وخت نا وخت ډبرې ور ولي او حکومتي چارواکو يې غږ نه دی اروېدلی.


د پروان د دولتي پوهنتون یوې محصلې لیزا احمدي پرون د اکټوبر په ۳۱مه د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "موږ کورنیو دلته سبق ویلو ته را استولې یوو، خو متاسفانه امنیت دلته ښه نه دی، موږ څو واره غوښتنه کړې چې لږترلږه د شپې له خوا زموږ د امنیت لپاره خلک وګمارل شي، خو متاسفانه چا زموږ خبر نه ده اروېدلې."


د پروان د دولتي پوهنتون رئيس محمد همایون رسولي تأیید کړې چې د پوهنتون امنیت ښه نه دی، وسله وال غیر مسئول وګړي کولی شي چې پوهنتون ته ازاد تګ راتګ وکړي او څوک یې پوښتنه نه کوي.


خو د پروان والي وویل چې د دولتي پوهنتون په ساحه کې د اندېښنې وړ پېښه نه ده شوې. 


د پروان والي وویل، نه شي کولی چې د هر وګړي د امنیت لپاره پولیس وګماري.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса