Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

امریکا او چین د تجارتي لانجې د حل د موافقې د لاسلیک ځای معلوموي

0
د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ویلي چې ډېر ژر به اعلان وکړي چې د چین له ولسمشر سره د تجارتي لانجې د حل موافقه چېرته لاسلیک کوي.


تمه ده چې د امریکا او چین ولسمشران به د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان تجارتي جنګ د سړولو لپاره چې نړیوال اقتصاد ته یې سخت زیان اړولی، پر یو لړ اقداماتو موافقه وکړي.


مخکې داسې ګڼل شوې وه چې د چیلي حکومت به د نومبر د میاشتې په نیمايي کې د اسیا پسفیک هېوادونو د اقتصادي همکارۍ د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې کوربه وي او هلته به دا موافقه لاسلیک شي.


خو د چیلي حکومت دا پلان لغوه کړ.


داسې ګڼل کېده په چیلي کې پلان شوې غونډه به د امریکا او چین ترمنځ د تجارتي تعرفې پر سر د لانجې په حل کې مرسته وکړي.


چین او امریکا له تېرو تقریباً اتلسو میاشتو راهیسې په دې لانجه کې ښکېل دي.


ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د اکټوبر به ۳۱مه پر ټوېټر ولیکل چې امریکا او چین د نوي ځای په اړه خبرې کوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса