Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

سلګونه پناه غوښتونکي د پاریس په شمال کې بل ځای ته انتقالېږي

0
سلګونه پناه غوښتونکي چې ویل کېږي ډېری یې افغانان او افریقایان دي، نن د پاریس په شمال کې له دوو کمپونو څخه بل ځای ته انتقالېږي.


یوه ورځ مخکې د فرانسې حکومت د مهاجرت د مخنیوي لپاره تدابیر اعلان کړل.


د پناه غوښتونکو شمېر چې په سینټ ډينس کې په دې کمپونو کې اوسېدل، شپاړس سوه یاد شوی دی.


د پاریس د پولیسو مشر دیدیر لالمنټ نن خبریالانو ته وویل، ډېری کورنۍ او کوچنيان په دې کمپ کې اوسېدل.


د ده په وینا، دا کورنۍ ځانونه افغانان او له افریقايي هېوادونو معرفي کوي.


د فرانسې چارواکو ویلي، نور اجازه نه ورکوي چې پناه غوښتونکي پر خپل سر په پاریس کې خېمې ودروي.


د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون حکومت ژمنه کړې ده چې د پناه غوښتونکو په اړه به خپل سیاست سخت کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса