Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

د امريکا دفاع وزارت: د سوريې په شمال کې د تېلو د ساحو عوايد د سوريې ډيموکراتيکو ځواکونو ته ځي

0
د امريکا دفاع وزارت وايي، د سوريې په شمال ختيځ کې د تېلو د ساحو عوايد چې امريکا خوندي کړي، د امريکا متحدو کرد جنګياليو ته انتقالېږي، نه د واشنګټن خزانې ته.


 


د امريکا د دفاع وزارت وياند جانتن هوفمن (Jonathan Hoffman) پرون خبريالانو ته وويل:


 


”د تېلو د دغو ساحو عوايد امريکا ته نه، بلکې د سوريې ډيموکراتيکو ځواکونو ته ځي.“ د سوريې د ډيموکراتيکو ځواکونو رهبري کردان کوي.


 


هوفمن وويل: هدف دا دى، چې د سوريې ډيموکراتيکو ځواکونو ته زمينه برابره شي چې د داعش ډلې په وړاندې په مبارزه کې خپل قوت ولري:


 


”د سوريې ډيموکراتيک ځواکونه زموږ همکاران دي، چې د داعش ډلې په وړاندې په مبارزه کې لا هم ورسره کار کوو. موږ يې لا هم ملاتړ کوو چې دا وړتيا پيدا کړي څو د داعش په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.“


 


د امريکا د دفاع وزارت وياند زياته کړه، په دې ډول د تېلو له ساحو د داعش ډلې د عوايدو مخه نيول کېږي، کردانو او د کردانو په رهبرۍ د سوريې ډيموکراتيکو ځواکونو ته زمينه برابرېږي، چې پر دغو عوايدو کنټرول ولري.


 


د ترکيې پولې ته نږدې د سوريې په خاوره کې د داعش ډلې په وړاندې په جګړه کې د سوريې ډيموکراتيکو ځواکونو پوځي مرسته ترلاسه کوله.


 


د امريکا د لوى درستيزانو د کمېټې مرستيال ويليم بېرن ويلي: کله چې افراطي وسلوالو په ٢٠١٥م کال کې د تېلو دغه ساحې کنټرولولې، دوى د ورځې شا و خوا ٤٥زره بېرله تېل ترلاسه کول، چې بيه يې ١ مليون او ٥ لکه ډالرو ته رسېږي.


 


د ده په خبره وسلوالو له دغو پيسو په سوريه او نورو هېوادونو کې د حملو د تمويل لپاره استفاده کوله.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса