Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

په ايران کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ٥ ته ورسېد

0
د ایران دولتي رسنيو راپور ورکړى، په ازربایجان شرقي ولايت کې  یوې زلزلې لږ تر لږه  پنځه کسان مړه کړي دي. د  زلزلې شدت د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه نهه درجې بلل شوی دی.


 


د لومړنیو راپورونو له مخې په دې زلزله کې چې نن (جمعه) سهار پر ځايي وخت د سهار پر دوو بجو او ١٧ دقیقو وشوه لږ تر لږه ١٢٠ کسان ټپیان شوي دي. 


 


چارواکي وايي، شدید باران سیمې ته د ژغورنې عمليات ټکني کړي دي.


 


په سیمه کې تر زلزلې وروسته  تر څلوېښتو زیات ټکانونه احساس شوي دي.


 


د امریکا د جیولوژیکي سروې مرکز د دې زلزلې شدت پنځه اعشاریه اته او ژورتیا یې لس کیلومتره بللې ده.


 


د دې ادارې په وینا د زلزلې مرکز اسبفروشان ښارګوټي ته نژدې و.


 


د اروپا د مدیترانه يي زلزله پیژندنې مرکز بیا د زلزلې مرکز د ایران  د تبریز ښار په جنوب ختیځ کې ١١٢ کیلومتره لرې بللی او زیاته کړې یې ده چې شا او خوا شل میلونه وګړو د زلزلې ټکانونه احساس کړي دي.


 


ایران  په نړۍ کې  د زلزلو پر کرښه له پرتو هېوادونو څخه دی چې ډېرې زلزلې په کې کېږي.


 


تېره چهارشنبه هم د دې هېواد په هورموزګان ایالت کې د پنځه اعشاریه څلور په شدت د زلزلې ټکانونه احساس شوي وو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса