Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

په بغلان کې ٢٥ کيلوګرامه هيرويين نيول شوي

0
د بغلان امنيه قوماندان وايي، چې پوليسو په دې ولايت کې په زياته پيمانه نشه يي مواد کشف او ضبط کړي دي.


 


مل پاسوال محمد ويس صميمي نن جمعه رسنيو ته وويل، چې په دې تړاو يو کس نيول شوى دى:


 


”د بغلان د امنيې قوماندانۍ د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې مديريت پرون د شمرق ورودي دروازې پر عمومي لويه لار د ځانګړو عملياتو پر مهال ٢٥ کيلوګرامه هيروين او يو موټر نيولي دي.“


 


د چارواکو په خبره دغه اندازه نشه يي مواد له کندوز ولايت څخه بغلان ته وروړل شوي وو او په پام کې وه چې کابل ته ولېږدول شي.


 


د بغلان پوليسو تېره اوونۍ تر پنځلسو ټنو زيات نشه يي مواد نيولي او ضبط کړي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса