Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

شمالي وزیرستان کې چاودنې ۳ پاکستاني پوځیان وژلي

0
افغان پولې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان قبایلي ولسوالۍ کې چارواکي وايي چې پر پاکستانیو پوځیانو بمي چاودنې دوی ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې د سې شنبې په ورځ ناوخته په دې اړه رسنیو ته په ورلېږلي بیان کې ویلي: "په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر بمي چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۳ پوځیان په‌کې وژل شوي او ۱ په‌کې ټپي شوی دی."


بیان کاږي، د پوځیانو پر موټر هغه مهال چاودنه شوې چې په سیمه کې یې ګزمه کوله.


د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، امنیتي ځواکونه تر پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي، شااوخوا ځایونه‌یې محاصره کړي او تلاشي عملیات‌یې هم کړي دي.


شمالي وزیرستان کې افغان پولې ته څېرمه پرته قبایلي سیمه ده چې ویل کېږي یو مهال کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو کورنیو او بهرنیو ترهګرو ډلو مرکزونه وو چې بیا وروسته په‌کې پاکستاني پوځ پراخ پوځي عملیات وکړل.


په دې وروستیو کې په دغه سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو پر داسې مهال بریدونه زیات شوي چې د پاکستان پوځ ادعا کوي، په قبایلي سیمو کې یې د پوځي عملیاتو پر مهال ترهګر او د هغوی مرکزونه له‌منځه وړي دي.


د یادونې وړ ده چې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو د تازه برید مسؤلیت لا کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌ده اخیستی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса