Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

هرات کې فابریکه لرونکو د بهرنیو غنمو پرځای خپل کورني اخیستي

0
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د هرات د اوړو د تولید فابریکه لرونکو سږ کال د سوداګرۍ خونې په همکارۍ د بهرنیو غنمو پرځای، کورني غنم اخیستي دي.


د دغې خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې د هرات تولیدي فابریکو دغه غنم له بیلابیلو ولایتونو اخيستې دي.


هغه زیاته کړه: "فابریکو دغه غنم له غور، بادغیس، فراه، نیمروز او هلمند څخه د هرات فابریکو اخیستي دي چې دا کار د بزګرانو له هرکلي سره مخ شوي."


نوموړي وویل چې دغه اقدام د بزګرانو د هڅونې او د دوی د اقتصادي پیاوړتیا لامل شوی.


د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، تر دې وړاندې اوړه له قزاقستان او پاکستان څخه راتلل چې په ګرانه بیه پلورل کېده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса