Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

دوو لاسي بمي چاودنو ۴ سرتېري او ۱ ملکي وګړی ټپي کړي

0
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن کابل کې د دوو لاسي بمونو د غورځولو له امله د ملي اردو څلور سرتېري او یو ملکي وګړی ټپي شوي دي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه تازه ټویټ کې ویلي، نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل نولسمې حوزې اړوند د نظامي روزنیز مرکز ته نږدې دوه لاسي بمونه غورځول شوي دي.


دغه نظامي مرکز د کابل څرخي پله سیمه کې موقعیت لري.


رحیمي له دې وړاندې په ټویټ کې لیکلي و چې دوو پرلپسې انتحاري چاودنې وشوې.


تېره چهارشنبه د کابل قصبې سیمه کې د موټربم چاودنې له امله د زده کوونکو په ګډون لږترلږه ۱۲ کسه ووژل شول.


په دې برید کې د یوه خصوصي امنیتي شرکت کاروان تر برید لاندې راغلی و.


د دواړو پېښو مسئولیت تر اوسه کومې چا یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса