Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

"اوکراین د ټرمپ او زېلېنسکي د خبرو په ورځ د امریکا د مرستې پر بندېدو اندېښنه ښوولې وه"

0
اوکراین، له دغه هېواد سره د امریکا د ۳۹۰ میلیون ډالره پوځي مرستې پر بندیدو د جولای په ۲۵ نېټه اندېښنه ښودلې وه، هماغه ورځ چې ولسمشر ټرمپ له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زېلېنسکي سره جنجال پاروونکې ټیلفونې خبرې کړي دي.


دا خبره د روسیې او اوکراین لپاره د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې لاورا کوپر د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۲۰مه) د امریکا د کانګرس غړیو ته چې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح په اړه څېړنې کوي وکړه.


هغې زیاته کړه، دا خپله اوکراین ته د امریکا د مالي مرستو د ځنډېدو په اړه د هغو ایمیلونو له لارې خبره شوه چې ددې همکارانو د اوکراین له سفارت څخه تر لاسه کړي وو.


میرمن کوپر د ډیموکراتانو په مشرۍ د امریکا د استازو مجلس هغه هیئت ته چې له اوکراین سره د ولسمشر ټرمپ چلند څیړي، وویل: "د اوکراین د سفارت کارکونکو پوښتلي وو، له اوکراین سره امنیتي مرستو په اړه څه روان دي."


دا ایمیلونه په ورستیو کې هغې ته ښودل شوي دي او تېره میاشت یې د تړلو دروازو تر شا له غونډې وروسته د کانګرس غړو ته ورکړي دي.


د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې په همدې ورځ د لاورا له همکارانو هم د امنیتي مرستو په اړه پوښتلي دي. 


خو له دې سره د امریکا د دفاع وزارت دې مرستیالې ویلي، نه شي ویلی چې په کییف کې اوکرایني چارواکي به هم ددې مرستو په بندېدو خبر وو کنه، خو وايي، د همکارانو نظر یې دا دی چې "په غالب ګومان هغوی هم خبر وو".



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса