Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

چارواکي: د کندز-تخار پر لار نښته کې طالبانو ماتې خوړلې

0
د افغانستان د ملي اردو چارواکي وايي چې د کندوز- تخار په لویه لار کې یې د باغ میري پر سیمه د طالبانو حمله له ماتې سره مخامخ کړې ده.


د ۲۱۷ پامیر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال عبدالهادي جمال نن (یکشنبه) ازادي راډیو ته وویل چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې لا څرګند نه دی.


خو د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې په دې نښته کې ۹ افغان سرتېري وژل شوي او ۶ ژوندي نیول شوي دي.


د ۲۱۷ پامیر قول اردو مطبوعاتي دفتر بیا وايي چې د طالبانو حمله وروسته له دې وتمبول شوه چې کومکي ځواک سیمې ته ورسېد.


د راپورونو له مخې، د کندوز – تخار لار د موټرو پر مخ خلاصه ده.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса