Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

"افغان سولې لپاره د اندونیزیا هڅې"

0
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مارسودي د افغانستان د سولې د هلوځلو په لړ کې د راروان میلادي کال په لومړیو کې کابل ته سفر کوي.


دې د جمعې په ورځ په جاکارتا کې د تلپاتې سولې په رامنځته کولو کې د ښځو د رول په نوم د کنفرانس په څنډه کې وویل، د افغانستان د سولې په بهیر کې باید د ښځو پیاوړتیا ته پوره پاملرنه وشي.


دې همداراز وویل چې اندونیزیا غواړي چې د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي.


اندونیزیا تر دې وړاندې د افغان او پاکستاني دیني عالمانو د کنفرانس کوربه توب کړی او په خپله خاوره کې یې د افغانستان د سولې د خبرو وړاندیز کړی دی.


تراوسه پورې افغانستان ته د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د سفر دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса