Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

د جرمني صدراعظمه د یهودیانو د ډله ییزې وژنې په یاد جوړ شوي څلي ته ځي

0
ټاکل شوې د جرمني صدراعظمه انګلیلا میرکل د لومړي ځل لپاره د نازیانو د وژنې په کمپ اشویتځ کې د هولوکاست یا یهودانو د ډله ییزې وژنې یاد څلي ته ورشي.


تمه کیږي چې میرمن میرکل نن جمعه (نومبر ۶مه) د پولېنډ اوسوېڅیم ته ورشي چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال نازي اشغالګرو اشویتځ بللی و. 


میرکل دغلته د اشویتځ - بیرکیناو د بنسټ د لسمې کالیزې په مناسبت ورځي. دا بنسټ ددې تاریخي سیمې د ساتنې مسئولیت لري او جرمني یې لوی تمویلوونکی دی.


انګیلا میرکل به د پولنډ له صدراعظم ماتیوز موراویڅکي سره د اشویتځ بیرکیناو اجباري کمپ وګوري.


دواړه مشران به ددې کمپ په هغه ځای کې چې په کې زرګونه یهود بندیان وژل شوي، یوه دقیقه خاموشي وکړي. 


میرکل به د نازي جرمنانو له خوا د شکنجې په دې پخواني کمپ کې وینا هم وکړي.


 ویل کیږي مخکې تر دې چې دا کمپ په ۱۹۴۵ کې د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو له خوا ازاد شي، په کې تر یو میلون زیات کسان وژل شوي وو.


په مجموعي توګه نازي جرمنانو او ملاتړو یې هغه مهال شپږ میلیونه یهودان وژلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса