Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

یوه اوونۍ کې له ایران او پاکستانه شاوخوا ۱۲ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

0
د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او ام)  له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۱۲ زره افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي.


دغې نړیوالې ادارې پرون پنجشنبې (نومبر ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، له تېرې یکشنبې څخه د دې اونۍ تر شنبې ورځې پورې ۱۱۵۵۴ افغانان له ایران او ۲۳۳ تنه له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.


خبرپاڼه زیاتوي چې له دې ډلې ۶۳۹۱ افغان کډوال له ایران او ۱۰ تنه له پاکستان څخه په جبري ډول او نور په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.


د ای او ام په وینا، د روان کال له پیله له ۴۶۰ زرو زیات افغانان له ایران او له ۱۸ زرو زیات له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي.


خبرپاڼه زیاتوي چې له دې ډلې څخه ۱۹۳ زره افغانان له ایران او له ۲۵۵۰ زیات نور له پاکستان څخه په جبري ډول ایستل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса