Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

بغلان کې د حزب اسلامي یو قومندان د طالبانو برید کې وژل شوی

0
د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د لایق په نوم د حزب اسلامي یو قوماندان تېره شپه د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.


د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلومیار آزادۍ راډیو ته وویل چې لایق د ملي پولیسو له درېیو سرتېرو سره په غلام بای سیمه کې پر یوې ګډې امنیتي پوستې د طالب وسله والو په برید کې وژل شوی دی.


ښاغلي خانزاده زیاته کړه چې د حزب اسلامي او ملي پولیسو ګډه پوسته د جګړې په لومړۍ کرښه کې وه.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي دي چې په دې برید کې پوسته نیول شوې او اته امنیتي سرتېري وژل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса