Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

نن بریتانیا کې خلک په عمومي انتخاباتو کې ګډون کوي

0
نن بریتانویان په عمومي انتخاباتو کې ګډون کوي چې نتیجه به‌یې د برېکزېټ یا له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتلو لپاره برخلیک ټاکونکې وي.


د رأی ورکولو مرکزونه د سهار په اوو بجو پرانیستل کېږي او د شپې تر ۱۰ بجو به د رأی ورکوونکو پر مخ پرانیستي وي.


کاندیدان په بریتانیا کې د ۶۵۰ انتخاباتي حوزو له لارې هڅه کوي چې مرکزي پارلمان ته لاره ومومي.


په بریتانیا کې د نظرپوښتنې شپږو مؤسسو روانه میاشت وموندله چې خلک تر ډېره د صدراعظم بورېس جانسون محافظه‌کار ګوند چې غواړي له اروپایي ټولنې بریتانیا وباسي، له نورو غوره بولي.


په دوهم ځای کې د جرمي کوربین په مشرۍ کارګر ګوند دی چې تر اوسه‌یې له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو لپاره د شرطونو موافقه څو ځلې ځنډولې ده.


خو د دغو نظر شمېرنو له مخې ښایي دغه دواړه لوی ګوندونه ونه‌شي کولای چې د پارلمان لږ تر لږه ۳۲۶ څوکۍ چې په یوازې سر د حکومت جوړولو لپاره ورته اړتیا ده، خپلې کړي.


خو په هر صورت هر هغه ګوند چې ډېرې رأیې ګټي هغه به دې ته اړوي چې له کوچنیو ګوندونو سره یو ائتلافي حکومت جوړ کړي.


د ترسره شویو نظرپوښتنو له مخې پر برېکزېټ سربېره د رأی ورکوونکو لپاره د روغتیایي خدمتونو، جنایي جرمونو، اقتصاد او د مهاجرت موضوعات هم مهم دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса