Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په تړاو خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی

0
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته تللی او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یې د افغانستان د سولې پر هڅو خبرې کړې دي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي قریشي ویلي چې پاکستان به د افغانستان د سولې هڅو تسهیل ته دوام ورکړي.


خلیلزاد وروسته له هغه اسلام اباد ته سفر کوي چې تېره ورځ امریکايي استازو په قطر کې له طالبانو سره خبرې د لنډې مودې لپاره ودرولې.


دا خبرې وروسته له هغه ودرېدې چې طالبانو په بګرام کې د طالبانو پر پوځي اډې برید وکړ.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса