Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

د امریکا سنا هغه پرېکړه تصویب کړ چې د ارمنانو ډله ییز وژنه جینوسایډ بولي

0
د امریکا سنا هغه پرېکړه لیک د رایو په اکثریت تصویب کړ چې یوه پېړۍ مخکې د عثماني امپراتورۍ له خوا د ارمنانو ډله ییزه وژنه پکې جینوسایډ یا قتل عام بلل شوې ده.


د نیوجرسي ديموکرات سناتور باب مینیندیس پرون پنجشنبې د دې پریکړه لیک له تصویبېدو وروسته وویل چې د دوی کار سم و او د امریکا سنا په دې کار سره وښوده چې د تاریخ د سمې تګلارې ملاتړ یې کړی دی.


د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان دا اقدام ستایلی دی او دا یې د حقیقت او عدالت بریا بللې ده. ښاغلي پاشینیان پر ټویټر لیکلي دي چې د نړۍ د ټولو ارمنانو په استازیتوب د امریکا د سنا مننه او ستاینه کوي.


د کانګرس سلاکارانو ویلي چې سپینې ماڼۍ نه غوښتل دا پرېکړه لیک تصویب شي، ځکه د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځ د عملیاتو، له روسیې څخه د اس ۴۰۰ توغندیو د پېرلو چې ښايي د امریکا د بندیزونو باعث شي او یو لړ نورو حساسو مسایلو په اړه د واشنګټن او انقرې ترمنځ خبرې روانې دي.


د امریکا د کانګرس د استازو جرګې چې ډیموکراتان پکې اکثریت دي د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې د ۱۱ مخالفو رایو پروړاندې په ۴۰۵ موافقو رایو دا پرېکړه لیک تصویب کړی و.


ارمنان وايي له لومړۍ نړیوالې جګړې سمدستي وروسته عثماني ترکیې د یونیم میلیون په شاوخوا کې عیسوي مذهبي ارمنان یا ووژل یا یې تبعید کړل خو د ناټو غړې ترکیه د قتل عام له اصطلاح سره مخالفت کوي.


انقره وايي چې دا خلک د ارمنانو د ډله ییزې وژنې لپاره د عثماني امپراتورۍ د اقدام په ترڅ کې، نه بلکې د کورنیو اختلافونو په نتیجه کې وژل شوي دي. ترکیه د وژل شويو کسانو شمېر هم له شوې ادعا څخه ډېر کم بولي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса