Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

پاکستان کې د موټرو ټکر کې ۱۵ کسان وژل شوي

0
په پاکستان کې د تېلو له یوه ټانکر سره د یوه مسافروړونکي بس د ټکر په پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي دي.


چارواکي وايي چې پېښه د بلوچستان ایالت په قلعه سیف الله ولسوالۍ کې شوې ده.


د قلعه سیف الله ولسوال عتیق الرحمن د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا ډیزل وړونکی ټانکر په کان مهترزي سیمه کې له مسافروړونکي بس سره ټکر شو، چې په نتیجه کې یې اور واخیست.


ښاغلي عتیق الرحمن وویل، ډېر مړي تراوسه هم نه دي پېژندل شوي. د ملېشه پولیسو یوه چارواکي وویل چې په مړو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته.


چارواکي وايي، یوازې یوه مسافر د ټکر پرمهال ځان له بس څخه لاندې غورځولی او ژوندی پاتې شوی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса