Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

د غزني د "ده یک" ولسوال په جګړه کې ټپي شوی دی

0
د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ ولسوال له وسله طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوی دی.


د ولایت ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ ماښام ناوخته ازادي راډیو ته وویل:" فضل الرحمن (نظروال) نن تر غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ په رامک سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر وخت پر پښه ټپي شوی دی، امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دي رسیدلی."


نوري زیاتوي، په دغه سیمه کې د وسله والو طالبانو په وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري چاڼيز عملیات دوام لري.


هغه وايي، په دغه عملیاتو کې درې وسله وال طالبان هم وژل شوي دي خو وسله وال طالبان بیا په دغه ځای کې د دوی جنګیالیو ته د اوښتي تلفاتو خبره ناسمه ګڼي.


د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، په دغه ځای کې د امنیتي ځواکونو پر عملیاتي قطار برید شوي چې یو شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса