Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

چارواکو جوزجان کې د ۱۷ طالبانو د وژلو ادعا کړې

0
د جوزجان سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې په دې ولایت کې یو هوايي برید ۱۷ وسله وال طالبان وژلي دي.


د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف ازر نن ازادي راډیو ته وویل، دا هوايي برید نن د حانقا ولسوالۍ په شاه مرزا سیمه کې پر هغه ځای شوی چې وسله والو طالبانو په کې د شبرغان مزارشریف پر لویه لاره ګمرک جوړ کړی او له باروړونکیو موټرو پیسې اخلي.


هغه زیاتوي: "د خانقا ولسوالۍ په شاه مرزا کلي کې په دې هوايي برید کې 17 وسلوال طالبان وژل شوي نهه تنه نور ټپیان دي. په وژل شویو کې د سرکاتب په نوم ددې ډلې یو سروګروپ او د سرې قطعې درې تنه چې له هلمند ورغلي وو شامل دي."


وړمه ورځ هم د جوزجان امنیتې چارواګو په دې ځای کې د یو هوايي برید او څو تنو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی و.


طالبانو ددې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса