Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

مودي د هند امنیتي وضعیت په اړه د وزیرانو شورا غونډه جوړه کړې

0
د هند صدراعظم نریندر مودي نن د خپل هیواد د امنیتي وضعیت د څیړنې لپاره د وزیرانو د شورا غونډه دایره کړه.


په هند کې په وروستیو کې د لارین کوونکو او پولیسو ترمنځ د شخړو پرمهال لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۴۰۰۰ ډیر نیول شوې دي.


دا اعتراضونه وروسته تر دې پیل شول چې د هند پارلمان د ډیسمبر په ۱۱ مه یو جنجالي قانون تصویب کړ.


د دې قانون له مخې د افغانستان، پاکستان او بنګله دیش هغه کسان چې مسلمانان نه دي او په هند کې قانوني اوسېدلي دي، د هند تابعیت ترلاسه کولی شي.


د دې قانون پرضد پرون هم په نوې ډیلي کې لاریونونه وکړل.


د انتقاد کوونکو په باور دا قانون د هند د صدراعظم مودي د هغه اجنډا یوه برخه ده چې غواړي د هند شاوخوا دوه سوه میلیونه مسلمانان تر فشار لاندې راولي خو د مودي په مشرۍ د بهاراتیا جاناتا ګوند وایي، د دې قانون هدف دا دی چې هند هغو کسانو ته پناه ورکوي چې د مذهبي ځورونو له امله تیښتې ته مجبوره شوې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса