Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

جرمني کې يو سخت دریځى وګړى په عمري بند محکوم شو

0
په جرمني کې یوې محکمې یوښي اړخی سخت دریځه په ۲۰۱۹ کال د جرمني په هالې ښار کې د یهودانو پر یوه عبادت ځای د خونړۍ حملې په تړاو په عمري بند محکوم بند کړ.


د مګدیبورګ محکمې نن ۲۸ کلن سټیفن بلییت جدي مجرم وباله، په دې معنې چې نوموړی له ۱۵ کلونو بند تېرولو وروسته، له دې منع کېږي، چې تر وخت مخکې له زندانه خوشې شي.


دا د جرمني د قانون له مخې ترټولو سخته سزا ده.  


بلییټ اعتراف کړی، چې د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په نهمه د یوم کیپورد مذهبي جشن د لمانځلو په مهال یې هڅه کړې وه، چې د یهودانو عبادت ځای ته چې په لسګونو یهودي عبادت کونکي په کې راټول شوي و، ننوځي.


وروسته له هغې چې یوې درنې او اوسپنیزې دروازې یې دغه عبادت ځای ته د ننوتو مخه ونیوله، یوه ښځینه لاروۍ او په یوه نږدې رستورانټ کې یې یوکس په ډزو ووژل.


دا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په جرمني کې د یهودانو ضد ترټولو ناوړه حمله بلل شوې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса