Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

افغانستان کې کرنیز کمپلکس جوړېږي

0
د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پروسس او صادراتو د پراختیا په هدف کرنیز کمپلکس جوړېږي. 


د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته په دې اړه د ولسمشر غني په مشرۍ غونده جوړه شوې وه. 


ښاغلی رستمي وایي، په غونډه کې پرېکړه شوې چې د کرنیز کمپلکس جوړول دې له کندهاره پیل او وروسته دې د هېواد په نورو زونونو کې تطبیق شي. 


د نوموړي په خبره، ولسمشر غني دغه‌شان ټینګار وکړ چې خصوصي سکټور سره دې کار وشي، ترڅو وتوانېږي د صادراتو په ځانګړي ډول د افغانستان د کرنیزو توکو د صادراتو سطحه لوړه کړي. 


د ده په خبره ښاغلي غني دا هم وویل، متحده عربي امارات، قطر، کوېټ او سعودي عربستان زموږ د کرنیزو محصولاتو لپاره ښه مارکېټونه دي او باید ورته کار وشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса