په نګورنو قره باغ جګړه کې د نیول شويو کسانو د خوشې کولو غوښتنه وشوه
په جینوا کې مېشت د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دواړه هېوادونه باید کلتوري دودونو ته درناوی وکړي او د هغو کسانو مړي چې په دې جګړه کې وژل شوي، د هغوی کورنیو ته وسپاري چې ښخ یې کړي.
دواړو هېوادونو د نګورنو قره باغ پر سر شپږ اونۍ سخته جګړه وکړه، چې د مسکو په منځګړیتوب د تېر کال د نومبر په نهمه پای ته ورسېده.
د ملګروملتونو د بشري حقونو ډلې ویلي، چې په دغه جګړه کې له ۴۷۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
