د روسیې د څارنوال دفتر په تنفيذي بند د ناوالنۍ د سزا د بدلېدو ملاتړ وکړ
د روسیې د اپوزېسیون دغه مشر چې دوه اوونۍ مخکې له جرمني بېرته مسکو ته له رسېدو سره ونیول شو، د لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې به ۳۰ ورځې په توقیف کې پاتې کېږي. ناوالنۍ تورن شوی چې د درې نیم کلونو تعلیقي بند د سزا له شرایطو یې سرغړونه کړې ده.
د نوموړي د خوشې کېدو لپاره پرون په روسیه کې پراخې مظاهرې وشوې چې د راپورونو له مخې له پنځو زرو زیات کسان پهکې نیول شوي دي.
