Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

واشنګټن ايګزمېنر: له افغانستانه د امریکا وتل په شک کې دي

0
واشنګټن ايګزمېنر 


واشنګتن ایګزمېنر خپرونې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په تړاو د امریکا د نوې ادارې په تګلارو او پرېکړو یوه مقاله خپره کړې ده.


د مقالې پیل په دې جملې شوی چې له افغانستانه د امریکا وتل په شک کې دي.


هغه څه چې اوس یې د واشنګتن ایګزمېنر په خبره طالبان سخت غوسه او افغان چارواکي یې خوشاله کړي دي.


د امریکا دفاع وزارت د جنورۍ په پنځلسمه اعلان وکړ، چې په افغانستان کې یې د سرتېرو شمېرو دوه نیمو زرو ته راښکته کړ.


امریکا له طالبانو سره په تړون کې ژمنه کړې وه، چې تر مې پورې به خپل ټول عسکر باسي.


خو د امریکا نوې ادارې ویلي، د پاتې سرتېرو د را اېستلو پرېکړه به د امریکا، افغانستان او نورو متحدینو د ګټو په پام کې نیولو سره کوي.


واشنګتن ایګزمینر د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جک سولیووان خبرو ته اشاره کړې چې ویلي، یې دي معلومه نه ده چې طالبان له ترهګرو سره د اړیکو د پرې کولو، د تاوتریخوالي د کمولو او په ښه نیت خبرو په څېر په خپلو ژمنو ولاړ دي که نه.


په مقاله کې د سولیووان دا خبره هم راخیستل شوې، چې طالبان باید له افغان حکومت سره په یوې رښتینې لارې خبرې وکړي نه د ده په خبره په یوه جعلي/فېک لار.


د سیمې ځینو ورځپاڼو ایران ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه مقالې خپرې کړي.



نشنل 


له هغې ډلې دِ نشنل ورځپاڼې لیکلي: "ایران په روان ترهګریز تاوتریخوالي سربېره د طالب مشرانو کوربه دی."


د ورځپاڼې په لیکنه تهران د طالبانو د سیاسي ډلې مشرانو ته وړاندیز کړی، چې چمتو دی د افغان حکومت او د هغوی تر منځ د دوحې په خبرو کې چې درېدلي منځګړتیا وکړي.


د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ یوه ډله تېره اوونۍ تهران ته تللې او د همدې اوونۍ په سر کې یې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره خبرې کړي دي.


نشنل ورځپاڼې د ایراني رسنیو په حواله لیکلي چې جواد ظریف ملا برادر ته ویلي، چې امریکامتحده ایالتونه د جګړې لپاره یو ښه منځګړی نه و.


دِ نشنل ورځپاڼې په وروستیو څو کلونو کې د طالبانو او ایران تودو اړیکو ته هم اشاره کړې ده.


په مقاله کې راغلي واشنګتن تېر وخت په ایران تور لګولی چې د امریکايي ځواکونو پر ضد یې طالب جنګیالیو سره پټه همکاري کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса