Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

د ټرمپ دوهمه استضاحیه محاکمه وروستیو پړاوونو ته نژدې شوې

0
د امریکا په کانګرس کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوهمه استضاحیه محاکمه وروستیو پړاوونو ته نژدې شوې او تمه ده چې د وروستیو بحثونو په اړه وروستۍ نتیجه نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) اعلان شي.


په دې پسې به احتمالاً د پخواني ولسمشر د محکومولو یا برائت ورکولو لپاره رایې واخېستل شي. 


د ټرمپ مدافع وکیلانو پرون- جمعه خپله وروستۍ دفاعیه واوروله او د دې لپاره یې له خپلو ټاکلو شپاړلس ساعتونو یوازې درې ساعتونه وکارول.


ټرمپ تورن دی چې په یوه وینا کې یې خپل پلویان د فبروري په شپږمه نېټه د کانګرس پر ودانۍ یرغل ته هڅولي دي. 


پرون په سنا کې د پخواني ولسمشر د استضاحیه محاکمې څلورمه ورځ وه. د سنا غړي په دې محاکمه کې د قاضیانو په توګه عمل کوي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса