Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

کونړ کې د والیبال سیالۍ د نرنګ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

0
د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د سولې په نوم د والیبال د پیل شوي ټورنمېنټ پیل شوې لوبې نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) د نرنګ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.


د دغو سیالیو د پای لوبې په مراسمو کې د والیبال سلګونو مینه والو ګډون کړی وو.


د کونړ ورزشي امریت د والیبال فدراسیون مشر محمد شعیب حماد وایي، له دې لوبو څخه یې موخه د ۱۹ کلنو او ولایتي منتخبې لوبډلو لپاره د پیاوړو لوبغاړو ټاکل وو.


حماد وایي، ولایتي منتخبې لوبډلې لپاره به له ټولو لوبډلو په شرایطو برابر لوبغاړي وټاکل شي.


دغه سیالۍ څو ورځې وړاندې د مرکز او ۱۵ ولسوالیو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې پای لوبه یې نن د نرنګ او څوکۍ ولسوالیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.


د نرنګ لوبډلې وکولای شول چې دا لوبه په ښه توپير وګټي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса