Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

چارواکي: د هرات په زندان کې یو شمېر بندیانو بلوا کړې

0
راپورونه وايي، چې د هرات په زندان کې یو شمېر بندیانو بلوا کړې ده.


د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزي آزادۍ راډیو ته وویل، حوزوي روغتون ته دوه ټپیان چې یو سرتېری او بل یې بندي دی راوړل شوي.


د زندان یوه امنیتي چارواکي ویلي، بندیانو نن سهار وروسته له هغه بلوا پیل کړه چې امنیتي ځواکونو غوښتل د زندان شل بندیان کابل ته ولېږدوي.


یاد شوي چارواکي دا خبره، د خپل هویت د نه ښودلو په شرط آزادۍ راډیو ته وکړه ځکه له رسنیو سره د خبرو اجازه یې نه درلوده. دې چارواکي ویلي دي چې بندیانو د بلاکونه دروازې بندې کړي او خپلو کمپلو ته یې اور اچولی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса