Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

ملي امنیت: د تروریستي حملو په تور نیول شويو کې ډېرى طالبان دي

0
د افغانستان د ملي امنیت رییس وايي، د تروریستي حملو په تور ډېرى نیول شوي کسان طالبان دي.


احمدضیا سراج نن د امنیتي چارواکو په ګډه خبري غونډه کې د ملي امنیت د ځواکونو له خوا د وروستیو عملیاتو په اړه دجزییاتو له ورکولو وروسته وویل، چې ځینې نورې تروریستي ډلې هم په افغانستان کې فعالیت کوي خو د ده په وینا تر ټولو زیات نیول شوي تروریستان طالبان دي. 


هغه زياتوي: "په دې ارقامو کې چې ما درکړل ډېری طالبان دي. طالبان ځکه پکې زیات دي چې تقریبآ په سلو کې په ۹۸- ۹۹ پېښو کې د طالبانو لاس دی." 


په ګډه امنیتي غونډه کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د ساحې د پراخېدو په اړه یوه وروستي راپور ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې طالبان په بهر کې غونډې کوي او خپل مړي په بهر کې ښخوي.


ښاغلي محب په دې اړه د پژواک خبري آژانس د تېرې اونۍ هغه راپور رد کړ چې د یوې ټولپوښتنې پربنسټ وايي،  چې د هېواد په ځینو سیمو کې په سلو کې اویا خاوره د طالبانو په ولکه کې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса