Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

د ډونالډ ټرمپ دوهمه استیضاحیه محاکمه وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې

0
د امریکا په سنا کې د پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ دوهمه استیضاحیه محاکمه وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې او تمه ده، چې د تېرو ورځو د بحثونو په اړه وروستۍ نتیجه نن اعلان شي.


تمه ده چې په دې پسې احتمالاً د پخواني ولسمشر د محکومیت یا برائت لپاره رایې واخیستل شي.


د ټرمپ مدافع وکیلانو پرون خپله وروستۍ دفاعیه واوروله.


یوه مدافع وکیل بروس کاسټور وویل د ټرمپ د محکومولو لپاره کافي اسناد نه شته. 


هغه زياتوي: "په هغو اسنادو کې چې د استازو جرګې د استیضاح د مادې لپاره وړاندې کړي دي، هېڅ شواهد نه شته. نو موږ دلته د څه لپاره راغلي یو؟ سیاست! د دوی هدف د یوه سیاسي حریف له منځه وړل دي." 


ټرمپ تورن دی، چې په یوه وینا کې یې خپل پلویان د جنوري په شپږمه نېټه د کانګرس پر ودانۍ یرغل ته هڅولي دي.


پرون په سنا کې د پخواني ولسمشر د استیضاحیه محاکمې څلورمه ورځ وه.


د سنا غړي په دې محاکمه کې د قاضیانو په توګه عمل کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса