Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

په میانمار کې د اتمې پرله پسې ورځې لپاره لاريونونو دوام وکړ

0
په میانمار کې د پوځي کودتا پرضد نن د اتمې پرله پسې ورځې لپاره یوځل بیا په څو ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې.


دا مظاهرې داسې مهال پراخېږي، چې د میانمار یا پخوانۍ برما د منتخبې مشرې آونګ سان سوچي نیولو د پوځي واکمنۍ ضد مخالفین ډېر په غوسه کړي دي.


د جنوب ختیځې آسیا په دې هېواد کې له پرونیو پراخو اعتراضونو وروسته نن بیاهم زرګونه کسانو په لوی تجارتي ښار ینګون کې لاریون وکړ.


د پلازمېنې نای پیتاو، دوهم لوی ښار مندالای او نورو ښارونو په واټونو کې هم معترضان د لاریون لپاره راوتلي وو.


له بلې خوا د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د میانمر له پوځي مشرانو غوښتي، چې مېرمن سوچي له بنده خوشې کړي او ویلي یې دي چې ټوله نړۍ دوی ته ګوري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса