Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

سعودي د خپلو پوځي تولیداتو پراختیا لپاره ۲۰ میلیارد ډالره پانګونه کوي

0
سعودي عربستان وايي چې په راتلونکو ۱۰ کلونو کې په پوځي برخه کې د کورنیو تولیداتو د پراختیا او څېړنې د پیاوړتیا لپاره ۲۰ میلیارد ډالره پانګونه کوي. 


د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي د پوځي صنعتونو د ادارې رئيس احمد بن عبدالعزیز العوهلي وايي، حکومت‌یې غواړي چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې د خپلې کلنۍ پوځي بودجې په سلو کې ۵۰ پر کورنیو پوځي تولیداتو ولګوي. 


سعودي چارواکو په وروستیو کلونو کې له نورو هېوادونو په تېره بیا متحده ایالاتو سره د وسلو د رانیولو لوی قراردادونه لاسلیک کړي دي. 


په دغو قراردادونو کې یو هم له بوینګ کمپنۍ سره د جنګي الوتکو په اړه دی چې ارزښت‌یې ۱۰ میلیارده او ۴۵۰ ملیون ډالرو ته رسېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса