Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

د اشرف غني او سټولټنبرګ خبرې: ناټو د افغان سولې د بریالي کېدو هڅه کوي

0
د ناټو عمومي منشي وایي، د دغې ټلوالې غړي هېوادونه د فعالې ډيپلوماسۍ له لارې هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر بریالی کړي. 


ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال وکړې. 


د جمهور رئیس غني مرستیال ویاند دوا خان مينه‌پال ازادي راډیو ته وویل چې سټولټنبرګ ښاغلي غني ته د ناټو د دفاع وزیرانو د وروستۍ غونډې معلومات ورکړل.


ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "په دې ټیليفوني مکالمه کې، دواړو لورو د سولې پروسې، د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو کنفرانس او د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو د ناټو دوامداره ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې." 


ارګ په دې اړه یوه خبرپاڼه هم خپره کړې چې په‌کې راغلي، د افغانستان په اړه به د ناټو پرېکړې مشروطې او له امریکا سره په همغږۍ کې وي. 


د ناټو عمومي منشي ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مشورې روانې دي، خو لا کومه پرېکړه نه‌ده شوې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса