Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

عبدالله او بلېنکن په افغانستان کې د امریکا د تګلارې پر بیا کتنې بحث وکړ

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ټیلیفوني خبرې کړې دي. 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نېډ پرایس ویلي، په دغو پرونیو ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د تګلارې د بیا کتنې په اړه بحث وشو. 


د پرایس په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې له یوه پیاوړي سیاسي جوړجاړي او دایمي هر اړخیز اوربند نه ملاتړ څرګند کړ. 


د دغو خبرو نور جزئیات تر اوسه نه‌دي خپاره شوي او دا هم نه‌دي ویل شوي چې دواړو لورو، د امریکا او طالبانو د هوکړې په اړه څه ویلي دي.


بلېنکن د هغو امریکایي چارواکو له ډلې دی چې د دوحې تړون د بیا ارزونې غوښتنه‌یې کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса