Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

د کابل د دروازو او لویو لارو نږدې ۲۵۰ مؤظفین عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شول

0
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د کابل د دروازو او لویو لارو نږدې ۲۵۰ مؤظفین له دندو لیرې او عدلي او قضایي ادارو ته‌یې معرفي کړل. 


د دغه وزارت ستر امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع وایي، دوی ته د موټر چلوونکو د مرکو او خپلو سرچینو له لارې معلومه شوې وه چې دغه کسان له خلکو پیسې اخلي. 


ښاغلی قانع وايي: "د کابل د دروازو په اړه شکایتونه و، موږ دغلته د ۵۱ ټرافیکو دندې وځنډولې، د دوی ډېر وخت تېر شوی و او موږ یې په اړه ځیني معلومات درلودل، موږ ۱۹۱ نور کسان هم چې موټر چلوونکو یې د اخاذیو په اړه ویلي و او موږ په دې اړه استخباراتي معلومات هم درلودل ونیول او د کورني امنیت ادارې ته مو وسپارل چې په اړه‌یې ارزونه او څېړنه وکړي." 


دا کسان وروسته له هغه ونیول شول چې خپله د کورنیو چارو وزیر وویل، پر لویو لارو له موټرو د پيسو اخیستو شکایتونه څېړي. 


د دغو اخاذیو په تړاو د لویو موټرو چلوونکو له ۲۰ ورځو راهیسې اعتراض او کاربندیز کړی و چې وړمه ورځ‌یې پای ته ورساوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса