Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

زلنسکي له پوتین سره پر ځینو اړیکې لرونکو کسانو د بندیزونو فرمان لاسلیک کړ

0
د اوکراین ولسمشر پر هغو یو شمېر  پانګه‌والو او سیاستوالو د بندیزونو فرمان لاسلیک کړ چې د روسیې له ولسمشر سره اړیکه لري. 


دا فرمان پرون شنبه د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له‌خوا یوه ورځ وروسته تر دې لاسلیک شو چې د اوکراین د ملي امنیت شورا په اتو کسانو او ۱۹ شرکتونو بندیزونه ولګول. 


ځیني دغه کسان د روسیې اتباع دي. 


په کیف کې د امریکا سفارت ویلي، د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په برخه کې د اوکراین له هڅو ملاتړ کوي. 


په هغو کسانو کې چې بندیز پرې لګېدلی ویکتور مدودچوک (Viktor Medvedchuk) او مېرمن‌یې هم شامل دي. 


په راپورونو کې راغلي، مدودچوک د هغې پروژې کنټرول په لاس کې لري چې په یوه نل‌لیکه کې د روسیې نفتي مواد اروپا ته انتقالوي. 


ویکتور مدودچوک پرون دغه بندیزونه ناقانونه وبلل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса