Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

کابل ښار کې یوې چاودنې دوه کسان وژلي او پنځه نور ټپیان دي

0
په کابل ښار کې نن مازیګر یوې چاودنې دوه کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. 


د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې ویلي چې چاودنه د څلورمې ناحیې اړوند برکي څلور لارې ته نږدې په یوه رنجر موټر باندې شوې ده. 


د فرامرز په خبره د رنجر چلوونکی او یو بل ماشوم وژل شوي او په ټپیانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان دي. 


کابل کې تېره ورځ هم لږ تر لږه د څلورو ماین چاودنو راپور ورکړل شو چې په‌کې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول. 


که څه هم څوک د دې ماین چاودنو مسؤلیت په غاړه نه‌اخلي، خو افغان حکومت وايي چې د طالبانو وسله‌وال په تېره بیا حقاني شبکه په ښارونو کې مقناطیسي ماین چاودنې ترسره کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса