Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر د ايران د اټمي انرژۍ له مشر سره ولیدل

0
د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافايل ګروسي په تهران کې د ايران د اټمي انرژۍ له مشر علي اکبر صالحي سره لیدلي دي. 


ګروسي داسې وخت ایران ته تللی چې تهران خبرداری ورکړی و که ورباندې د امریکا بندیزونه لیرې نه‌شول، نو د فبرورۍ تر ۲۳مې وروسته اټمي بټیو ته د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې له‌خوا څارنه محدودوي.


ایران ويلي چې د نړیوالو قدرتونو سره په ۲۰۱۵م کال کې د شوي تړون په اساس  به د شفافيت هغه رضاکارانه اقدامات هم ودروي چې له مخې يې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې څارونکي اټمي تأسیساتو ته ورتلی شي.  


د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې تېره اوونۍ ويلي ول چې تهران ته د رافايل ګروسي د دې سفر هدف په ایران کې د اټمي هلو ځلو د لازمې کره کتنې د عمل په لړ کې له ایران سره یو تفاهم ته رسېدل دي.


بل‌خوا ایران ويلي دي چې د اټمي انرژۍ نړيوالې ادارې سره به اړیکې نه‌پرېږدي او نه به د دغه ادارې څارونکي له هېواده وباسي. 


اخوا تهران ته د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشر او پلاوي له سفر سره په یوه وخت ګڼ کسان د ایران اټمي انرژۍ د سازمان مخته په لاریون وتلي او له ایرانه د نړیوالو څارونکو وتل غواړي. 


په لاریونوالو کې د پارلمان غړي هم شامل دي چې حکومت اټمي فعالیتونو ته هڅوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса