Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

جاپان د افغانستان په ختیځ کې د ماین پاکۍ یوه پروژه پلې کوي

0
د جاپان سفارت د افغانستان په ختیځ کې د نږدې پنځه لکه او ۱۰ زره ډالرو په لګښت د ماین پاکۍ یوه پروژه پلې کوي. 


په کابل کې د جاپان سفارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د ماین پاکۍ د دې پروژې تړون نن له یوې مؤسسې سره لاسلیک شو.  


د جاپان سفیر اوکاډا تاکاشي په افغانستان کې د ماین پاکۍ د هڅو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې کله د ماین پاکۍ پروژه بشپړه شي، ځایي خلک به خوندي ژوند وکړي او د سیمې اوسني او راتلونکي نسل ته به امنیت او شتمني ور په برخه کړي. 


د سفارت د اعلامیې له مخې د ماین پاکۍ دا پروژه د جاپان د انسانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره د بنسټيزو پروژو په چوکاټ کې شامله ده چې مستقیماً د جاپان سفارت‌یې څارنه کوي. 


دا لګښتونه په هغو څه باندې ۱۲۲ ملیونو ډالرو مرسته کې راځي چې د جاپان سفارت‌یې تېره میاشت اعلان کړی و. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса