Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2021

ملګري ملتونه: اېرېک پرنس پر لیبیا د وسلو نړیوال بندیز تر پښو لاندې کړی

0
د ملګرو ملتونو څېړونکي وايي د امریکا یوه خصوصي امنیتي قراردادي اېرېک پرنس چې د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ متحد دی، په لیبیا باندې د وسلو نړیوال بندیز تر پښو لاندې کړی. 


دا خبره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه محرم راپور کې شوې ده. د دغه راپور کاپیانې نیویارک ټایمز او واشنګټن پُسټ ورځپاڼو ته هم رسېدلې دي. 


په دغه راپور کې ویل شوي چې پرنس ۲۰۱۹ کال کې د خلیفه حفتر په ملاتړ چې د لیبیا د رسمي حکومت پر ضد جنګېده، د یو لړ عملیاتو وړاندیز کړی و. 


نیویارک ټایمز لیکلي د اېرېک پرنس یو وړاندیز دا و چې د خلیفه حفتر مخالف پوځي مشران باید د یوې خاصې ډلې له‌خوا هدف وګرځول شي. 


پرنس چې د امریکا د پوهنې د مخکېني وزیر ورور هم دی د یوې لانجمنې امنیتي کمپنۍ مؤسس دی چې لومړی بلک واټر نومېده او وروسته‌یې د اکاډمي نوم پرې کېښود. 


بلک واټر په افغانستان کې هم فعاله وه. په عراق کې دا ډله په ۲۰۰۷ کال کې د خلکو په وژنې تورنه ده. ټرمپ د دې کمپنۍ څلور هغه غړي چې په عراق کې د خلکو په وژنې محکوم وو، وبخښل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса