Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2021

غني او مککنزي د امریکا او افغانستان د همکاریو په نوي باب بحث کړی

0
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د نوي عمومی قوماندان او افغان ولسمشر تر منځ په ناسته کې د امریکا او افغانستان د همکاریو په نوي باب بحث شوی دی.


جنرال فرانک مککنزي پرون دوشنبه(د چنګاښ ۲۱مه) د جنرال سکاټ مېلر ځای ناستی شو.


ارګ ماڼۍ پرون په یوه بیان کې ویلي چې جنرال مککنزي او افغان ولسمشر د امریکا او افغانستان د همکاریو د نوي فصل او هم د افغانستان د هوایي ځواک په ګډون، د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د واشنګټن د همکاریو په تړاو خبرې وکړې.




د مککنزي او افغان ولسمشر د لیدنې زیات جزییات نه دي رسنیز شوي.


جنرال مککنزي پرون له جنرال مېلره د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندې د تسلیمۍ پر وخت وویل چې هغه به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ماموریت کې له خپلو واکونو څخه کار واخلي، څو د خپل هېواد امنیت خوندي کړي او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پوځي ، مالي او لوژستیکي ملاتړ لپاره د اختیارونو موندلو لپاره هڅې رهبري کړي.


د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن د نوي اعلان له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایی ځواکونو وتل به د روان کال د اګسټ تر ۳۱مې پورې بشپړ شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса