Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2021

د افغانستان د تماس ډلې ناسته تاجکستان کې پیلېږي

0
د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د تماس ډلې څلورمه ناسته نن سې شنبه(د چنګاښ ۲۲مه) په تاجکستان کې پیلېږي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون لري.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند حامد تهذیب پرون دوشنبه(د چنګاښ ۲۱مه) ماښام ازادي راډیو ته وویل:


"په شانګهای سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب مساله، له ترهګرۍ او تُندلارۍ سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره د شانګهای سازمان همکاري، د افغانستان اوسنۍ وضعه او د سیمې په سوکالۍ باندې یې پر اغېزو بحث د دغه سفر هدفونه دي."


د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه ښار داسې وخت د شانګهای سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د تماس ډلې د ناستې کوربه دی چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د شلو زرو سرتیرو د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.


د افغانستان په بېلابېلو سیمو په تېره بیا شمالي ولایتونو کې د جګړو زیاتېدو د منځنۍ اسیا هېوادونه اندېښمن کړي دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса