Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2021

سولې ته تازه هیلې؛ کرزی: روان وضعیت بدلیدونکی دی، د سولې جدي خبرې پیلېږي

0
د افغانستان مخکینی جمهور رییس حامد کرزی روانو حالاتو ته خوشبین دی. هغه د سې شنبې (د چنګاښ ۲۲مه) په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل، روان حالات بدلیدونکی دی او د سولې خبرې به ډېر ژر په جدي ډول پیل شي.


دی وايي: "دا حالت تیریدونکی دی، جګړه د پردیو ده، د دې پردۍ جګړې څخه د وتلو لاره ورورولي او سوله ده، موږ سولې ته رسېږو، تاسو به ډېر ژر د سولې د جدي خبرو د بیا پیل شاهدان واوسئ او د سولې خواته به ولاړ شئ."




ښاغلی کرزی وايي، په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې يوه غوغا خپره شوې ده چې ګنې نظام به سقوط وکړي او یا هم د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې به له منځه ولاړې شي، خو په خبره یې په دې اړه اندېښنه نه ده پکار. 


د هغه په باور روان حالات به ډېر ژر بدلون ومومي او له ټولو افغانانو د وضعیت په تړاو یې د حوصلې غوښتنه وکړه. 


د افغانستان مخکیني جمهور رییس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وویل، هغه ژمنه چې امریکا له افغانستان سره د سولې د ټینکښت په برخه کې کړې وې، پوره یې نه کړه. 


خو د امریکا متحده ايالاتو  په وار-وار دا ويلي، له افغانستان سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او دغه هېواد کې به ډیپلوماتیک حضور ولري.




تازه د افغان سولې لپاره د هغه هېواد ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د خبرو د پرمختک لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې له مرکچي پلاوو سره کتلي دي.




نوموړي د هېواد په روانو حساسو شرایطو کې د جګړې په دواړو خواو د سولې غږ وکړ: "په طالبانو غږ کوم هغه څه چې په دې شل کلونو کې جوړ شوي د افغانانو دي، د بهرنیانو نه دي، مه یې ورانوئ او په افغان حکومت غږ کوم چې د سولې په اړه د ترلاسه شوېو فرصتونو څخه ګټه پورته کړه، مه یې ضایع کوه، هڅه وکړه او ژر د خبرو او سولې له لارې د یو ملي حکومت جوړولو ته ځان ورسوه."


ښاغلي کرزي د طالبانو له لوري په دې وروستیو کې د ولسوالیو سقوط ته په اشارې سره هم وویل، طالبان د ولسوالیو په سقوط سره هېڅ هم نه شي ترلاسه کولای. 


خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان مخکیني جمهور رییس وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې دوی له پیله د سولې لاره غوره کړې ده. 


ښاغلی مجاهد وايي، د ۱۶ میاشتو په تیرېدو سره د سولې مخالف اړخ 'افغان حکومت' فرصت له لاسه ورکوي او نه غواړي چې د سولې لپاره پرمختګ رامنځته شي. 


افغان حکومت بیا تل د سولې په پروسه کې د پڅ عمل پړه پر طالبانو اچوي او د خپلې ژمنتیا خبره کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса