Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2021

امریکا: اوس اړتیا نشته چې خلک دې د کووېډ-۱۹درېیم ډوز واکسین هم وکړي

0
امریکا: اوس اړتیا نشته چې خلک دې د کووېډ-۱۹درېیم ډوز واکسین هم وکړي

د امریکا روغتیايي چارواکو اعلان کړی هغه خلک چې په بشپړه توګه واکسین شوي اړتیا نه لري چې تقویتي/درېیم ډوز واکسین ترلاسه کړي.

چارواکو دا اعلان د واکسینونو له یوه لوی تولیدوونکي شرکت فایزر مسوولینو سره تر ناستې وروسته کړی.

پرونۍ (دوشنبه-د چنګاښ ۲۱مه) ناسته داسې وخت وشوه چې تېره اوونۍ اوونۍ فایزر شرکت حیرانوونکی اعلان وکړ او ویې ویل چې په پام کې لري له امریکا متحده ایالاتونو وغواړي د کووېډ- ۱۹ تقویتي/یا بوسټر ډوز/شاټ منظور کړي.

فایزر شرکت ویلي چې درېیم شاټ کولی شي په ډراماتیک ډول معافیت ته وده ورکړي او ممکن په ډېرو هېوادونو کې د مخ په زیاتیدونکي ډېلټا بڼې کرونا په بندولو کې مرسته وکړي.

د امریکا د روغتیايي او بشري خدمتونو د څانګې چارواکو ته د فایزر شرکت له مسوولینو سره په ګډه ناسته کې د واکسیناسیون لومړني معلومات سپارل شوي.

د دې ادارې یوه ویاند او فایزر شرکت ویلي چې په پام کې لري په یوه معتبره ژورنال کې لا زیاته موثره ډېټا/معلومات شریک کړي.

د کووېډ-نولس پر وړاندې د امریکا د ادارې د کمپاین یوه متخصص او مسوول ډاکټر انټوني فوچي چې په روغتیايي چارو کې د ولسمشر جوبایډن لوړپوړی سلاکار هم دی ویلي، پرونۍ ناسته ډېره معلوماتي وه او تنظیموونکي به د متحده ایالاتونو د تګلارې تر بدلون مخکې ټول مسایل وڅاري.

هغه وروسته له 'سي.اېن.اېن' سره ټینګار وکړ چې دم ګړۍ د شته معلوماتو له مخې درېیم شاټ اړتیا نشته خو دا یوه دایمي پرېکړه نه ده.

فوچي زیاته کړه: "معلوماتو او ډېټا ته په کتو اوس وخت د دې اړتیا نشته چې موږ خلکو ته درېیم/تقویتي شاټ ورکړو. هغه شاټ چې د موډرنا یا جانسن اېنډ جانسن تر واکسین وروسته د زیات تقویت په خاطر لګول کېږي. خو دا په دې معنی نه ده چې خبره ختمه ده او 'د ویروس خپرېدا' همدلته دریږي. مطالعات کېږي چې څه وخت او څنګه خلکو ته درېیم واکسین ولګوو نو ځکه هم نه شو ویلی چې درېیم شاټ نه لګوو او کیسه د تل لپاره ختمه ده."

ډاکتر فوچي وویل، واکسینونه خورا موثره دي او اوس بحثونه په دې دي چې تر څومره به دوام کوي؟

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان د درېیم شاټ د لګولو په اړه خبرداری ورکړی و. د دغه سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبرېسوس پرون دوشنبه (د چنګاښ ۲۱مه) د روغتیا نړیوال سازمان د مشرتابه په یوه ناسته کې نیوکه وکړه چې د کرونا د واکسین د تمویل په برخه کې د هېوادونو تر منځ توپیر ډېر زیات او نابرابره دی.

ټېډروس ادهانوم ګبرېسوس هغو هېوادونو ته د تقویتي ډوزونو د ورکړې په اړه خبرداری ورکړ چې وختي يې خپل خلک واکسین کړي.

دی وايي: "په داسې حال کې چې ګڼو هېوادونو لا واکسیناسیون نه دی پیل کړی، یو شمېر هېوادونو خپل اکثر خلک واکسین کړي دوه ډوزونه او اوس درېیم تقویتي ډوز پیلوي. دا جداً د خواشینۍ وړ ده."

ټېډروس ادهانوم ګبرېسوس ګواښ وکړ چې شتمن هېوادونه باید بې وزلي هېوادونه له پامه ونه غورځوي ځکه که دا کار وکړي نه یوازې نور په ستونزه کې لویږي، بلکې په خپله هم د کرونا په مهار نه شي بریالي کیدای.

د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د کرونا د ډېلټا بڼې د زیاتې خپراوي په اړه خبرداری هم ورکړی.

اسراییل د درېیم ډوز لګول پیل کړي

اسراییل یواځینی هېواد دی چې وختي یې د خپلو خلکو لپاره د کووېډ-۱۹ د واکسین درېیم شاټ لګول پیل کړي.

که څه هم د دغه هېواد د وګړو ګڼه برخه واکسین شوې خو په دې وروستیو څو ورځو کې هلته د کووېډ-۱۹ په مثبتو پېښو کې زیاتوالی لیدل کېږي.

په جنوبي کوریا او فرانسه کې هم د کووېډ- نولس پېښې بیا زیاتې شوي دي.

د فرانسې اعلان

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون امر کړی چې د سېپټمبر تر ۱۵مې نېټې دې ټول روغتیا پالان واکسین شي.

د اکسفورډ او ځینو نورو بنسټونو یوه ګډه سروې ښيي چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې پنځه ویشت فیصده خلکو لږ تر لږه د کووېډ-۱۹ یو ډوز واکسین اخیستی دی.

د معلوماتو پر اساس په ټوله نړۍ کې څه نږدې درې نیم میلیارډه ډوزه واکسینونه ویشل شوي، خو پر بې وزلو هېوادونو کې یوازې یو فیصد خلکو یو ډوز لګول شوی په داسې حال کې چې د ورځې نږدې دېرش میلیونه واکسینونه په ټوله نړۍ کې تطبیقیږي.

د کرونا د واکسین د تطبیق لپاره له نړیوالو هڅو سربېره اوس وخت د رسمي شمېرو له مخې چې جانز هاپکېنز پوهنتون او څو نور بنسټونه یې خپروي په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې څه باندې ۱۸۷ میلیونو ته رسیدلي چې له ډلې یې د مړو شمېر له څلور میلیونه او اته دېرشو زرو کسانو لوړ تللی دی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Стало известно, с кем сыграет Вероника Кудерметова во втором круге турнира WTA-1000 в Риме






Лукашенко: победа стала связующей нитью между народами России и Белоруссии

Лето в арктическом "мешке": синоптики дали неожиданный прогноз

Захарова сообщила о решении России не приглашать на парад Победы послов недружественных стран

Лукашенко назвал Путина форпостом в противостоянии попыткам переписать историю